امنیت

په قندهارکې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان ووژل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو.
دغه جګړه پرون ناوخته د ميوند ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت ونښته چې طالبانو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان له خپل يوه ملګري سره ووژل شو.
له دغو دوو تنو يرغلګرو څخه څو ميله وسله او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته