دمشقباخترد جوزا٢٣
دملګروملتو سازمان د يو رپوټ په خپرولو سره دسوريې په ناراميو کې د زرګونو تنو ماشومانو د وژل کيدو خبر ورکړى دى.
دغه سازمان دماشومانو د نړۍ او پوځي شخړو ترعنوان لاندې په يو رپوټ کې اعلام وکړ چې د سوريې پوځي ځواکونو او مخالفو وسله والو ډلو دکوچنيو هلکانو اونجونو څخه د انساني ډال په توګه اويا دځانمرګو بريدونو لپاره استفاده کوي.
دملګرو ملتو دسازمان رپوټ په سوريې کې دماشومانو دتلفاتو شمير د نه زغم وړ بللى دى.
دملګرو ملتو دسازمان ځانګړې استازې ليلازروګويي دڅرګندونو له مخې: د سوريې ماشومانو په نړۍ کې زياته قربانۍ ور کړې ده.
دغه رپوټ د سوريې د حکومت په پوځيانو له مخالفينو سره د اړيکو د لرلو په اړوند دماشومانو دځورونې تور لګولى دى.
دملګرو ملتو سازمان د سوريې د حکومت په مخالفووسله والو ډلوهم تورلګولى دى چې په جنګي عملياتوکې له ماشومانو څخه کار اخلي.
د رسمي څيړنو له مخې: په سوريې کې د تيرو دوو کلونو دنښتو په بهيرکې اتيا زره تنه وژل شوي دي اوڅه ناڅه دوه مليونه تنه ماشومان هم سملاسي مرستو ته اړتيالري.
0 1 دقیقه لوستل