کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر
د هرات پوليسو درې تنه د وژنې په تور ونيول.
دغه کسان چې د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکي دي؛ د يوې کورنۍ دوه غړي د انجيل ولسوالۍ په چارباغ فېروز کلي کې د چړو په ګوزارونو سره ټپيان کړل چې يو تن يې د ژورو ټپونو له امله سا ورکړه.
د هرات يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې دغه تورن کسان د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شول.
نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى او تر څارنې لاندې دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ