امنیت

د طالبانو له شتون څخه د ترينکوټ _ قندهار د لويې لارې پاکول

کابل باختر دسلواغې ۲۱مه
د قندهار – ترينکوټ لويه لاره د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
دغه لويه لاره له څه ناڅه درېيو کلونو راپدېخوا د طالبانو د ډلې د افرادو د شتون او د هغوى د فعاليتونو په دليل د وژنې په واټ شهرت موندلی و .
پوځيانو د دوو اوونيو عملياتو په بهيرکې په دې بريالي شول چې د دغې لويې لارې د دواړو خواو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي .
د طالبانو له شتون څخه دترينکوټ _ قندهار د لويې لارې له پاکولو وروسته پوځيانو له دغه تګلوري څخه د ماينونو دپاکولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي .
  دهېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د ترينکوټ _ قندهار د لويې لارې په دواړو خواو کې ټولې کلي د طالبانو له شتون  څخه پاک شوي دي .
ده وويل: دغه لويه لاره ډير ژر د مسافرو او تجارتي کاروانونو پرمخ پرانيستل کيږي .
دترينکوټ _ قندهار د لويې لارې د پاکولو په عملياتو کې ۳۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
  دهېواد په جنوب کې پوځي مقامات وايي چې دترينکوټ _ قندهار لويې لارې ته دطالبانو د راستنيدو د مخنيوي لپاره يې د دغې لارې په څو سيموکې امنيتي پوستې جوړې کړې دي .
  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته