امنیت

د دوو پاکستانيانو په ګډون اووه تنه طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٢
د دوو تنو پاکستاني اتباعو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې د جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړې له پرون راپه دې خوا د آقچې ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوې دي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو پرخلاف چاڼيز عمليات پيل کړل.
جوزجاني زياته کړه: په دغو جګړوکې د دوو پاکستاني اتباعو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او د تورن امرالله په ګډون چې د طالبانو د جګړې قومانداني په غاړه لري؛ درې تنه نور يې ټپيان شوي دي .
خبرځاى وويل: څلور تنه ملکي وګړي د دوى د استوګنې په سيموکې د طالبانو له خوا د توغول شويوتوغنديو د لګيدو له امله ټپيان او روغتون ته وليږدول شوي دي.
د آقچې ولسوال رحمت الله حشر وايي: دوه ښځې او يو ماشوم په ټپيانوکې شامل دي.
د سيمې يو تن اوسيدونکى محمد زمان وايي: يو شمېر خلک چې د جګړې سيمې ته څېرمه ژوندکوي؛ له خپلوکورونو څخه د وتلو په حال کې دي او هلې ځلې کوي چې د ولسوالۍ مرکز او د جوزجان ولايت مرکز شبرغان ښارته لاړشي چې ونه وژل شي.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان زياته کړه: جګړه کمزورې شوې ده؛ خو د جګړې دواړه لوري د تيارسى په حال کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته