امنیت

يوې ميرمنې او يوې نجلې په جوزجان کې ځانونه ووژل .

کابل باختر د مرغومي دويمه :
يوه ميرمن او يو دولس کلنه نجلۍ  په جوزجان کې ځان وژنه وکړه او يوه ځوانه نجلۍ دخپل کوژدن له خوا ووژله شوه .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال  کمال الدين باور باختراژانس ته وويل چې يوه دولس کلنه نجلۍ تيره شپه داقچې ولسوالۍ دشهرک په کلي کې په خپل کور کې ځان زندى کړ اويوه ديرش کلنه ښځه چې دشبرغان داسلام جوي دکلي اوسيدونکې وه دچره يي ټوپک په ډزو سره ځان وواژه .
خبرځاى زياته کړه چې يوه دوه ويشت کلنه نجلۍ دشبرغان ښار په ميرويس مينه کې خپل کوژدن له خوا  د تومانچې په ډزو سره ووژل شوه .
باور زياته  کړه تراوسه پورې ددغو وژنو علت روښانه نه دى او ددوى مړي  دکتنو په خاطر ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي .
دجوزجان ولايت دښځو دچارو رييسې نجيبه قريشي وايي درارسيدلو اطلاعاتو له مخې، دغه ميرمن چې دچره يي ټوپک په ډزو سره ځان وژلى دى پنځه بچيان يې درلودل او هغه نجلۍ چې دخپل ګوژدن  له خوا وژل شوې ده په يوه سيمه ئيز راډيو کې دنده ترسره کوله .
پوليسو وويل چې ددغې نجلۍ  قاتل په تيښتې بريالى شوى دى .
  ختم-سعيده _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته