امنیت

جنرال وزيري د ډار اچوونکو له خوا دبايو متريک کارول رد کړ .

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
دملي دفاع وزارت وياند يوځل بيا دبغلان _ کندز په لويه لاره کې  دډار اچوونکو له خوا دبايو متريک دستګاه کارول په کلکه رد کړل .
دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې چې نن باختراژانس ته رسيدلې ده دملي دفاع وزارت دوياند تورنجنرال دولت وزيري له خولې ويل شوي دي چې دملي دفاع وزارت يوځل بيا ددغه شان امکاناتو شتون چې ډار چوونکي  ترلاسه کړي دي ، ردوي .
دولت  وزيري دغه راز ويلي دي چې دبايومتريک  دستګاه  ددغه وزارت دمرکزي ادارو دباوري او ماهرو متخصصينو له خوا چې جدي محرميت لري داستفادې وړ ګرځي او په بشپړه توګه محفوظ  ده .
ده ټينګار کړى دى چې د ډار اچوونکو له خوا ددغه شان دستګاه دکارولو ادعا بې بنسټه ده اوخلک بايد په دې پوه شي چې دهېواد په دفاعي او امنيتي بنسټونو  کې دمحرميت ساتنه له مهمو  نظامي ارزښتونو  څخه ده چې ساتنه يې دهېواددهر پوځي وجيبه بلل کيږي .
دغه غبرګون دکندز بغلان په لاره کې دبايو متريک له دستګاه څخه د ډار اچوونکو دکار اخيستلو داحتمال په برخه کې ديوې خصوصي رسنۍ  درپوټ له خپريدو وروسته ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته