سیاست

دمبارکې پيغامونه

 

کابل باختردلړم دمياشتې ٥ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي دجمهوري رياست دمرستيالانو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو درئيسانو ، دکابينې  دغړواو دافغانستان دټول ملت په نامه نن هم دنيکمرغه لوى اختر له امله باخترا ژانس ته دمبارکې پيغامونه رارسيدلي دي.

په پيغامونو کې  دنيکمرغه لوى اختر له امله   دمبارکېو  دمراتبو ترڅنګ ويل شوي دي چې داختر ستره فلسفه له دښمنيو څخه لاس  اخيستل  ، روغه جوړه او ورور ولۍ دي له دې امله مومنانو ته لازمه ده چې ددين  دحکمونوله مخې  له دښمني ، وژنو او دهيواد له ويجاړولو لاس واخلي او دملي واکمني سوله غوښتوونکې غږ ته چې هماغه سوله او ملي روغه جوړه ده مثبت ځواب  ورکړي اودنيا اواخرت ترلاسه کړي .

دغه راز په پيغامونو کې دامنيتي مسووليتو ليږدونې ، له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو وتلو او دتروريزم اونشه يي توکوسره  سختي مبارزي  ته اشاره شوې ده او ويل شوي دي دغه مسلې له افغانانو غواړي چې دښه راتلوونکې او ابادي په خاطر زياتي هلې ځلې وکړي او ازموينې يوپه بل پسي  په برياليتوب سره تيري کړي .

دغه پيغامونه  ديو شمير وزارتونو .  دمشرتابه هيتونو ، واليانو  دخپلواکو رياستونو ، دمسوولينو ، امنيتي ، علمي ، فرهنګي  اوټولنيزو مرکزونو دمسوولينو ، قومى شوراګانو ، دلوړو زده کړو دموسسو او ښوونځيو دمسوولينو له خوا رارسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته