کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
لس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دهوايي بريدونو په بهير کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه دلښکرګاه ښار ته څيرمه دهوايي ځواکونو له خوا بريد وشو .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوقوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدونوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې ، څلور تنه ملکي وګړي په هلمند ولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
په دغو ملکي وګړو نن سهار داتو بجو په شاوخوا کې دلښکرګاه ښار ته څيرمه ماين وچاوديد او ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ