اقتصاد

په افغانستان کې د تاپي پروژې دګازو دنل ليکې دپرانستلو لپاره دتياري په خاطر يوه غونډه وشوه .

کابل باختر دليندي  اووه ويشتمه :
دافغانستان په خاوره کې  دتاپي پروژې دګازو دلومړى نل ليکې دپرانستلو دمراسمو لپاره دتياري په خاطر  دفرهنګي کميټې غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکار ډاکتر طارق  رشادپه مشرۍ جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې په دې غونډه کې چې دجمهور ي رياست دکانونو او پتروليم او دبهرنيو چارو دوزارتونو داستازو او دتاپي  پروژې دبيلابيلو برخو دمسوولانو په ګډون جوړه شوه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار  ډاکتر طارق  رشاد څرګنده کړه چې دغه غونډه دافغانستان په خاوره کې دتاپي پروژې  دګازو دلومړى نل ليکې دپرانستلو دمراسمو لپاره دتيارى  په خاطر جوړه شوې ده .
ده زياته کړه په افغانستان کې دتاپي پروژې دګازو دلومړى نل ليکې په مراسمو کې  به چې دڅلورو ځايونو  مولاناجلال الدين محمد بلخي  په تالار ، اختيارالدين قلعه ،  تخت ظفر او دهرات ولايت په تورغندي  کې پرځاى شي دهېواد فرهنګ معرفي او دترکمنستان  اوافغانستان ترمنځ فرهنګي  مشترکات به څرګند شي .
دغه راز په دې غونډه کې دفرهنګي او هنري نندارتونونو جوړولو ، دافغاني موسيقۍ  دپروګرام  ، دافغانستان اوترکمنستان ترمنځ دفرهنګي مشترکاتو اوفرهنګ په اړوند دفلم دښودلواو دبنرونو بلبوردونو او دمعلوماتي اوتبليغاتي موادو دبرابرولو په باب خبرې وشوې .
دغوندې برخه والو ددغومواردو په اړوند خپلې نظريې او وړانديزونه  طرحه کړل .
دغه راز په دې غونډه کې دافغانستان په خاوره کې دتاپي پروژې دګازو دلومړى نل ليکې دپرانستلو دمراسمو دلازيات ښه والي او پرتم په برخه کې ټينګار وشو .
  ختم_ عطاالله –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته