کابل باختر د مرغومي پنځمه :
اته تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې چېرته چې د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات دوام لري ، بريد وشو .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دهېواد د هوايي ځواکونو په دې بريد کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: دغه وسله وال طالبان د نويو ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
په دې بريدکې دطالبانو پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوى دى.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ