ټولنه

دکابل دجنوب لويديځ په سيمو کې دڅه دپاسه شلوکيلوولټو بريښتا دويش دشبکې کار پاى ته ورسيد .

کابل باختر  دليندي  يوولسمه :
دکابل دارغندې او دشت برچې په ساحو کې دڅه دپاسه شل کيلوولټه بريښتا دويش  شبکه په دير لنډ  ممکن وخت کې پرانستل کيږي .
دبريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې پروژې قرارداد دبريښنا شرکت او دترکيې دفيکا شرکت ترمنځ د ١٣٩٣ کال دوږي  په مياشت کې لاسليک شوى و او کار يې د ١٣٩٦ کال دچنګاښ دمياشتې په نهمه نيټه پاى ته ورسيد او په ډير لنډ ممکن وخت کې به ګټې اخستنې ته وسپارله شي .
  په دغې پروژې څه دپاسه پنځه څلويښت مليونه امريکايي ډالره لګيدلي دي چې داسيا دپرمختيا بانک له وړيا  مرستو څخه  ورکړى شوي دي .
له دې وروسته به ددښت برچې او دارغندې په سيمو کې  شپږ ويشت زره نوي مشترکين دبريښنا له نوې انرژى څخه ګټه واخلي .
ددغې پروژې کار دغلو  له خوا دتجهيزاتو دلوټيدو له امله يوه موده  ځنډيدلي و چې له نيکه مرغه دجوړولوکار يې بيا دبريښنا شرکت دتخنيکي  ټيم له خوا بشپړ شو .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته