امنیت

ديوه روغتيايي کلينيک څلور تنه کارګران وتښتول شول.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
په بدخشان ولايت کې ديوه روغتيايي کلينيک څلور تنه کارګران تيره شپه دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول.
دبدخشان دولايتى وياند احمد نويد فروتن دباختر آژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو د بدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ په مرکز کې ديوه روغتيايي کلينيک په ودانۍ چې د بياجوړولو په حال کې ده ،بريد وکړ او څلور تنه کارګران يې له ځان سره بوتلل .
فروتن وويل چې طالبانو دغه ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړ کړې ده او يوه اندازه لوازم او تجهيزات يې لوټ کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته