امنیت

د هېواد په ختيځ کې په ځينوسيمو دپاکستاني پوځيانو دمرګانيو راکټي بريدونو دوام

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دهېواد دختيځ  په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو دتوپونو اوراکټي بريدونه هماغه شان دوام لري.
ويل کيږي دغه راکټي بريدونه اودتوپونو ډزې څلور ورځې مخکې  دننګرهار ولايت  په ځينو سيمو پيل شوي دي او هماغه شان دوام لري.
په نوي مورد کې  دننګرهار ولايت  په ځينو سيمو ديارلس توغندي لګيدلي  دي  خو ويل کيږي چې ددغو توغنديو  دلګيدو له امله دسر زيان نه دى اوښتى.
ديکشنبې په ورځ  په ننګرهار کې دپاکستاني پوځيانو د توپونو دډزو او راکټي بريدونو له امله دوه  ماشومان شهيدان شول.
د رارسيدلو خبرونوله مخې ، په تيرو دوو ورځو کې دنازيانو ، لعل پورې اوداچين ولسوالۍ دپاکستاني پوځيانو دډيرو سختوراکټي  بريدونو او دتوپونو  دډزو ډګر و.
دترلاسه شويو ارقاموله مخې  په وروستيو دريو اوونيو کې  يوازې په ننګرهار ولايت کې  دډريورند  له  کرښي  اخوايوسلو اوولس توغندي  توغول شوي  توغوندي لګيدلي دي.
دغه بريدونه  دسر دزيانونو  او دمالي  تاوانونو د اړولو ترڅنګ  ددې سبب شوي  دي چې په سلګونو کورنۍ دخپلو کورونو او ټاټوبو  څخه وتلو ته اړې شي
دپاکستاني پوځيانو دتوپونو  ډزې  او راکټي  بريدونه  کابو شپږ کاله  مخکې پيل شوي اوپه دوامدار ډول دهېواد ختيځې سيمې ددغو توغنديو دلګيدو ډګر دى 
دپاکستاني پوځيانو  ددغو راکټي بريدونو او دتوپونو د ډزو دبندولو لپاره دافغانستان دمقاماتو هلوځلو  تراوسه پورې کومه نتيجه نه ده ورکړې.
پاى ؛ ع ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته