سیاست

جمهور رييس ديو فرمان په صادرولو سره وزارتونه موظف کړل چې دخپلو اجرااتو په باب دى دوزيرانو شورا ته رپوټ وړاندي کړي .

کابل باختر دزمري  اتمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په دى وروستيو وختو کې  دملي شورا په فوق العاده  اجلاس کې  د چنګاښ دمياشتې دلومړي نيټې  دتاريخي وينا د محتوياتو د تحقق په باب وزارتونه او ځينې دولتي ارګانونه موظف کړل چې دخپلو اړوندو کاري چارو داجرااتو په باب  دې دوزيرانو شورا ته رپوټ وړاندي کړي .

 دباختر اژانس دخبر له مخې، جمهور رييس ددغه فرمان په پنځلسم  بند کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت موظف کړى دى چې په دوو مياشتو کې دى دغزني دوالي په ګډون په غزني ښار کې داسلامي ثقافت  دمرکز دکار دښه والي په باب  داړوندو مرکزونو ترمنځ  همغږ شوي  عملي پلان دوزيرانو شورا ته وړاندي کړي .

  دغه راز په دوو مياشتو کې دې د دولتي او خصوصي رسنيو دخپرونو لپاره د ډيرو ټيټو معيارونو دوضع کولو او دکيفيت دکنترول په خاطر مشخصه  طرحه دوزيرانو شورا ته وړاندي کړي .

 دغه راز په دريو مياشتو کې دې دملي ژبو  ، لهجو او دملي اصلاحاتو د پياوړتيا ، دهيواد له معمولو  ادبياتو څخه دبهرنيو نامانوسو اصلاحاتو  دحذف ، دملي يو والي د ټينګښت ، دغوره افغاني دودونو او عنعناتو درعايتولو او ددولتي او خصوصي رسنيو له لارې دهيواد دبډاي فرهنګ دمنعکس کولو په لاره کې اقدام وکړي او دوزيرانو شورا ته دې رپوټ وړاندي کړي  او په شپږو مياشتوکې دې دلرغونو اثارو دساتنې او ترميمولو پاليسي برابره او دوزيرانو شورا ته دې وړاندي کړي .

 دکابل پوهنتون استاد احمد ضيا رفعت په دې باب وايي چې ددغه فرمان په پنځلسمه برخه کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اوږو ځينې مسووليتونه ايښودل شوي دي او څلور مورده دي چې هريو يې بايد په جلا جلا توګه وڅيړل شي .

  ده زياته کړه چې ددغې برخې  په لړ کې دعملي کيدو امکانات يې دى .

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کولى شى همغږي شوي  عملي پلان دوزيرانو شورا ته وړاندي کړي او دغه وزارت دې بايد مخکې له مخکې په دې برخه کې کړه وړه  ولري .

 رفعت  زياته کړه چې ددغه بند په دويمه برخه کې  په لنډه موده کې دولتي او خصوصي رسنيو ته د ډيرو ټيټو معيارونو وضع کول دومره شوني نه پريښي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته