سیاستخبرونهاقتصادټولنهTOP

مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل، د لېندۍ ۷ مه، باختر

‏د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث شوی.

دغې ناستې ته له افغان ګاز تصدي څخه د برېښنا د تولید لپاره د طبیعي ګازو د ترلاسه کولو په تړاو د سپین زر خصوصي شرکت وړاندې شوې طرحه تر بحث لاندې نیول شوې.

تر بحث وروسته د اوبو او انرژۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت، د افغان ګاز تصدۍ او سپين زر خصوصي شرکت له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې په دغې برخه کې د پانګونې یوه جامع طرحه جوړه او تر بیاځلې ارزونې وروسته یې اقتصادي کمېسیون ته واستوي.

همدارنګه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په دغې نوبتي غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ارشیف د عوایدو د زیاتوالي طرحه د دغې کمېټې له لوري د راغلیو تغییراتو په پام کې نیولو سره په پرنسیپ کې تایید کړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د منظورۍ په موخه یې اقتصادي کمېسیون ته ولېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته