کابل باختردتلې دمياشتې ١٤ نيټه :
په لوګر ولايت کې دنقاشۍ اولاسي صنايعو نندارتون پرون پاى ته ورسيد.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دغه نندارتون د( ديدجوانان به سوي فرداى بهتر) په نامه دځوانانو دچارو دلوى مديريت او د لنکن د روزنيز مرکز له خوا دلوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په کتابتون کې جوړ شو .
دغه نندارتون چې د دوو ورځو لپاره دمينه والو پرمخ خلاص و په هغه کې دنقاشۍ او ميناتورۍ په لسګونو آثار ، د ښځو لاسي صنايع او د لوګرولايت داطلاعاتو اوفرهنک رياست دسيمه ييز موزيم آثار نندارې ته وړاندې شول چې ددغه ولايت دمسوولينو او ښاريانو له خوا يې هرکلى وشو.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ