کابل باختر د کب دولسمه :
وسله والو طالبانو پرون د هرات – غور په لويه لاره کې دوه تنه وتښتول .
د غورو د والي وياند عبدالحى خطيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان هغه وخت دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول چې له هرات څخه غور ته روان و .
تراوسه پورې ددغو کسانو د تښتولو علت معلوم نه دى او د طالبانو له منګولو څخه د هغوى دخلاصون لپاره هلې ځلې دوام لري .
پاى _فرشته احمدزۍ