امنیت

دپکتيا ولايت پوليسو ديوې ترورستي پيښې مخه ونيوله

کابل – باختر دليندۍ اته ويشتمه :
دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو ديوې ترورستي پيښې مخه ونيوله.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر بآختر آژانس ته خبرورکړ : وسله والو مخالفينو دتوغندى ويشتونکي  لس ماينونه دبريښنا له پنځه ويشتو  مترو مزو سره دريموت کنترول په  ډول د پکتيا ولايت په مربوطاتو کې عيار کړى و چې دپوليسو له خوا کشف او شنډکړى شو.
ويل کيږي چې دپيښې په ساحه کې له يوې اندازې مهماتو سره درې واسکتې هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: دپکتيا ولايت دپوليسو منسوبينو نن په دغه ولايت کې ديو پنځه کيلوى ماين په کشف او شنډولو بريالى شول.
دغه ماين چې دوسله والو طالبانو له خوا ددغه ولايت د احمد آباد ولسوالۍ دخانو خيلو دکلى په سړک کې ځاى پرځاى شوى و دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شو په همدې حال کې دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبين نن دوسله والو مخالفينو له خوا ددغه ولايت د فرسي ولسوالۍ دفخودى دغاښې په ساحه کې د دوو ښخ کړى شويو ماينونو په کشف او شنډولو بريالى شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته