ټولنه

دجلريز- باميانو او د ميدان وردګو دځينو نورو سيمو دلارى پرانيستل.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٨
دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې دعملياتو په ترڅ کې ددغه ولايت يو شمير سيمې او دجلريز – باميانو لويه لاره د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه دغه عمليات دالماس په نامه دجلريز- باميانو په لويه لاره او د څرخ ،جعتو او دنرخ په ولسواليو کې پيل شوي دي.
دميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم چې دعملياتو مشري په غاړه لري دباختر آژانس خبريال ته وويل: تراوسه پورې دڅرخ،جغتو او د نرخ دولسواليو زياتې سيمې او جلريز- باميانو لويه لاره د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوې ده دجلريز – باميانو لويه لاره له يو کال څخه راپه دې خوا د طالبانو د ډلې دشتون او فعاليت ډګرو.
دغه لويه لاره دبمونو او ماينونو دښخولو په ګډون دخونړيو ډار اچوونکو ډګر ده.
جنرال قايم وايي چې د طالبانو له شتون څخه دجلريز – باميانو دلويې لارې او دنرخ ،جغتو او څرخ دولسواليو ترپاکولو پورې به دغه عمليات دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته