سیاست

افغانستان او ناروې د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کوي

کابلباختر دچنګاښ ٧ مـــــــــه

د افغانستان او ناروې تر منځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند محتوا بشپړه شوې ده او دغه سند به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شي.

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر جونس سټور سره په کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، ددغه سند په هکله خبرې وکړې او له ناروې هېواد نه یې مننه وکړه چې له افغانستان سره د ګډو اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کوي.

په دې کتنه کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر فاریاب ولایت ته د خپل سفر په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه اوس ددې جوګه دي چې په دغه ولایت کې امنیتي مسؤولیتونه پر غاړه واخلي.

ده همدا راز د کابل په قرغې سیمه کې د تروریستي برید له امله د ملکي تلفاتو په خاطر د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د  افغانستان جمهور رئیس او خلکو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.

جونس سټور ډاډ ورکړ چې هېواد یې پوره چمتووالی لري چې د افغانستان په اړه د توکیو په کنفرانس کې برخه واخلي.

د افغانستان جمهور رئیس په تېرو لسو کلونو او له هغه وړاندې له افغانستان سره د ناروې هېواد او خلکو د مرستو او په دې برخه کې ددوی له ژمنتیا له امله مننه وکړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته