سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي حکم

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
د بدخشان ولايت په کران او منجان ولسوالۍ کې د رامنځته  شوې   ستونزې دڅيړنې او دحل کولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي حکم
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا او دارالانشا لوى  رياست داطلاعاتو او دعامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي دبدخشان ولايت کران او منجان په ولسوالۍ کې درامنځته شوي ستونزې دڅيړنې او حل کولو په مقصد يوهيت وټاکه .
د  افغانستان د  اسلامي جمهوريت   د  جمهور رييس د  حکم له مخې د چارو 
د دفاع او امنيت د ادارې مرستيال تورنجنرال سيدرحيم سعيد درييس په توګه
دملي دفاع وزارت استازى  بريد جنرال زلمى .
دکورنيو چارو وزارت استازې   مل پاسوال عوض محمد.
دملي امنيت دلوي رياست استازى ډګروال عبدالرحيم
او دسيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازې خواجه ابومسلم صديقي ددغه هيت دغړو په توګه ټاکل شوي دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دحکم له مخې  هيت موظف دى دبدخشان د والې ، د ولايتي شورا،  ديني عالمانو ، مشرانو او دسيمې دمخورو په همکارۍ د رامنځته شوې ستونزې اساسي انګيزه او عوامل ومومي او په لرې کولو يې اقدام وکړي او په دې باب  دې دخپلو عملي اجرااتو په باب ډير ژر دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري  رياست مقام ته  رپوټه  ورکړي.
دحکم له مخې  دبدخشان ولايت دې دهيت  دامنيت دتامينولو او هيت ته  دکارى آسانتياو  دبرابرولو په خاطر لازمه  همکاري  وکړې او دکورنيو چارو  وزارت دې دهوا  له   لارې د  هيت دليږدونې او ستنولو زمينه برابره  کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته