امنیت

د ډار اچوونکو له شتون څخه دبدخشان دکران اومنجان ولسوالۍ د زياتو برخو پاکول ٢٦- کابل / باختر/ د وږي٧ مه

بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ زياتې برخې نن سهار د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې.
د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري باختر آژانس ته وويل: د پوځيانو په هغو ګډو عملياتوکې چې د بدخشان د کران او منجان، وردوج او يمګان ولسواليو د بېرته نيولو په موخه پيل شوي دي، د کران او منجان ولسوالۍ زياتې برخې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي.
  نظري زياته کړه چې په عملياتوکې تر اوسه څه ناڅه ٥٠ کورني او بهرني ډار اچوونکي وژل شوي او لسګونه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ډار اچوونکو له شتون څخه د کران او منجان ولسوالۍ د مرکز او د وردوج او يمګان ولسواليو د پاکولو په موخه عمليات دوام لري.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته