امنیت

په زابل کې دطالبانو د راکټي بريد له امله لس تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
لس تنه ملکي وګړي  د وسله والو طالبانو دراکټي بريد له امله  ټپيان شول.
دغه پيښه پرون ماښام هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو دشاه جوي ولسوالۍ داولان  رباط  په کلي  راکټي بريد وکړ.
د زابل ولايت  امنيه قوماندان  جنرال غلام سخي روغ ليونى دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دطالبانو ددغه راکټي بريد له امله ديو ماشوم په ګډون لس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ويل کيږي  دغه توغندي  دخلکو په کورونو لګيدلي دي او مالي تاوان يې هم اړولى دى .
په همدې حال کې دشاه جوي ولسوالۍ  ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې  دڅلورو تنو ټپيانو روغتيايي  حالت خراب بللى دى .
دزابل امنيه قوماندان طالبان ددغه راکټي بريد  مسوول بولي او وايي چې  امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو  او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته