ټولنه

دپکتيا ځوانانو ته څلور ورځنی جوړ شوی ورکشاپ پای ته ورسيد

کابل باختر د وري دمياشتې ۱۶ :
د پکتيا مدني ټولنو ته د راتلونکو نسلونو د پياوړي کولو موسسې له خوا څلورورځنی جوړ شوی ورکشاپ پای ته ورسيد
دغه ورکشاپ چې داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دځوانانو چارو لوى مدیریت په همکارۍ دلېنکن ښوونیز مرکز په تالارکې جوړشوی و او لسګونه ځوانانو پکې ګډون کړی و.
د باختراژانس د خبر له مخې په دې ورکشاپ کې هره ورځ دېرشو تنو ګډون والوته له کابل څخه دراغلي هیئت له خوا ۲ورځې دمدني ټولنو په مفهوم او۲ ورځې حکومت او حکومتدارۍ په اړه معلومات ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته