امنیت

دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې دپوځي عملياتو په دوام د ډار اچوونکو له شتون څخه دڅو کلي پاکيدل

کابل باختر دليندى  دوه ويشتمه :
په داسې حال کې چې دکابل _ جلال اباد په لويو لارو کې  دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د ډار اچونې پرضد عمليات دوام لري  پوځيان دډآر اچوونکو له شتون څخه  دڅو کليو د پاکولو خبرورکوي .
دغه عمليات درې ورځې مخکې دسلګونو پوځيانو په ګډون دکابل _ جلال اباد  دلوى لارې د دواړو  غاړو دلغمان ولايت دقرغيو  ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شول او دغه راز دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې  دسيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو عمليات کې تراوسه پورې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول
ده زياته کړه چې دغه عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه دکابل – جلال اباد دلوى لارې تر بشپړ  پاکولوپورې به دوام ولري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته