امنیت

دطالبانو دډلي يو قوماندان په پکتيکا ولايت کې ووژل شو .

کابل باختر د وري  دريمه :
دطالبانو دډلي  يو قوماندان تيره شپه په پکتيکا ولايت کې  دملي اردو دځواکونو په عملياتوکې  ووژل شو .
  په دغوعملياتو کې يو شمير وسلې هم ترلاسه شوي دي .
دپکتيکا  دوالي وياند مخلص افغان دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات دملي اردو دځواکونو له خوا دمټاخان ولسوالۍ دچپه کلي  په سيمه کې  سرته ورسيدل چې په پايله  کې  دطالبانو مشهورقوماندان عمرخان ووژل شواو دهغوى يو شمير وسلې هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي .
دده دڅرګندونو له مخې دغه عمليات  دطالبانو له شتون څخه دمټآ خان  ولسوالي دناامنو سيمو د پاکولو  اودانتخاباتو دترسره کولو لپاره دامنيت دتامينولوپه مقصدترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته