سیاست

اجرائيه رئيس، د لویې پکتیا د اوسېدونکیو ستونزې واورېدې

کابل باختر د تلې لومړي د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د جنوب ختيځو ولایاتو له یوشمېر قومي مشرانو، مخورو او عالمانو سره وکتل. داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ. په دې غونډه کې چې د اجرائيه ریاست سلاکارانو هم برخه لرله، د لویې پکتیا په ستونزو بحث وشو او د غونډې برخه والو اجرائیه رئيس ته د خپلو ولایتونو ستونزې واورولې او د حل غوښتنه یې وکړه. روغتیا، پوهنې، بیارغونې او امنیتي وضعیت ته پاملرنه هغه اساسي غوښتنې وې، چې د غونډې برخه والو له اجرائيه رئيس څخه وکړې. د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې د دوی په وړاندیزونو به غور وکړي. هغه اړوندو ادارو ته هدایت ورکړ، چې ډيرژر د پکتیا، پکتیکا او خوست روغتیايي وضعیت د بهبود لپاره لاس په کار وشي. همدارنګه یې ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د مطرح شویو ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته