نړۍ

دروسيې پارلماني انتخابات دوام لري

دروسيې دپارلمان داستازو مجلس په انتخاباتوکې رايې ورکول دوام لري .

  دا ددولتي دوما په   نامه ددغه مجلس شپږم  انتخابات دي چې  څلور سوه پنځوس استازي  ديوې پنځه کلنۍ دوري لپاره انتخابيږي .

  په ټوله روسيه کې درايو په اووه نوي  زرو حوزو کې  او په بهير کې  دروسانو لپاره په رايي ورکولو برابر کسان په پام کې نيول شوي دي .

 په دغو انتخاباتو کې دواحدي روسيې دګوند په ګډون اووه سياسي ګوندونه سيالۍ کوي .

  په دغو انتخاباتو  کې سترسيالۍ  کوونکي ګوند دواحدي روسيې ګوند دي چې په پخوانيو انتخاباتو کې دپارلمان له ټولو  څلورو سوه پنځوسوڅوکيو څخه يي درې سوه پنځلس  څوکي ترلاسه کړي وې  دروسيې   څه ناڅه يو سلو لس مليونه  وګړي

درايو  ورکولو  په شرايطو برابر  دي او دانتخاباتو په رايو ورکولو باندې دڅارنې لپاره نن داروپايي سازمانونو دګډو ګټو ټولنې او نورو نړيوالو سازمانونو څه دپاسه شپږ سوه پنځوسوکتونکو ته بلنه ورکړ شوې ده.

 ددغو انتخاباتو  لپاره سخت امنيتي تدبيرونه نيول  شوي   د يوولس زره پنځه سوه امنيتي ځواکونو په ګډون درې سوه شل  زره تنه پوليس ددغو انتخاباتو امنيت تامينوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته