امنیت

امريکا: د مجبورۍ په صورت کې له پوځي لارې څخه استفاده کوو

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٥ مه
امريکا وايي، که چېرې مجبوره شي، په شمالي کوريا به له پوځي لارې څخه استفاده وکړي او په همدې حال کې هغه هېوادونه چې له پيونګ يانګ سره راکړې ورکړې ته دوام ورکړي، مجازات به يې وکړي.
په ملګرو ملتو سازمان کې د امريکا دايمي سفيرې نيکي هيلي، پرون وويل: د شمالي کوريا د توغندي نوى آزمايښت او هغه تګلورى چې پيونګ يانګ يې ټاکلى دى، ديپلماتيکې لارې يې ډيرې محدودې کړې دي.
ميرمن هيلي چې د هغې په بلنه، د ملګرو ملتو د امنيت شورا د پنځلسو غړو په ګدون يوه غونډه پرون په نيويارک کې وشوه، اعلام وکړ: واشنګټن په پيونګ يانګ د نويو سختو بنديزونو د يوه فهرست د برابرولو په حال کې دى.
دغه څرګندونې د شمالي کوريا د بالستيک توغندي له آزمايښت يوه ورځ وروسته کيږي چې د امريکا پوځي کارپوهانو د هغه د وچه ويشتوونکې وړتيا تاييده کړې ده.
په امنيت شورا کې د فرانسې، بريټانيا او جنوبي کوريا سفيرانو تاييد کړې ده چې د امريکا د پيشنهادي بنديزونو له پريکړه ليک څخه به ملاتړ وکړي.
خو روسيې او چين ويلي دي: لمسوونکى اقدام بايد ترسره نشي او امريکا بايد د کوريا په ټاپو وزمه کې د خپل پوځي تحرکاتو له سختوالي څخه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته