خبرونهامنیت

په ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو کې ګڼ شمېر وسایط او وسلې بیا رغول شوې دي

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو په حمایه لوژستيکي کنډک کې د مسلکي او تخنیکي پرسونل په دوامداره هڅو سره ګڼ شمېر وسایط او وسلې بیا رغول شوې دي.

ملي دفاع وزارت ویلي چې په وسايطو کې د قول اردو د جزوتامونو اړوند رینجر موټر، ټېلر، انټرنیشنل، هاموې او ضربتي ټانکونه او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې چې په تېره اداره کې تخریب شوې وې بیا رغولې دي.

د یادونې وړ ده چې له فتحې وروسته په یاده قول اردو کې شاوخوا ۴ زره ۳۳۱ بېلابیل ډول وسایط او ۲ زره ۲۳۰ میله سپکې او درنې وسلې بیا رغول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته