ټولنه

په راتلوونکې کال کې دمهاجرت له بحران سره مجادله ، اوولس مليارده يورو لګښت غواړي.

کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٩
د آلمان ايالتونه په پام کې لري چې په را روان ميلادي کال کې اوولس مليارده يورو په دغه هيواد کې دمهاجرت له بحران سره دمجادلې لپاره ولګوي .
د آلمان د دي ولت ورځپاڼې ددغه هيواد دماليې له وزارت څخه د اطلاعاتو په راټولولو سره دمهاجرينو دورځ په ورځ زياتيدونکو لګښتونو په نسبت اعلام وکړ چې د آلمان مرکزي دولت په ٢٠١٥ ميلادي کال کې ددغه هيواد دپوهنې او دفدرالي تحقيقاتو وزارت ته پنځلس اعشاريه درې مليارده يورو بيل کړي و چې په راتلوونکې کال کې دمهاجرت لګښت له دې څخه هم زياتيږي.
آلمان په نسبي ډول دسخاوتمندانه خدمتونو دوړاندې کولو لپاره هغه سلګونو زره تنه پناه غوښتوونکي چې د روانو جګړو ، بيوزلۍ او تنګسيا له امله له بيلابيلو هيوادونو په تيره بيا له منځني ختيځ او افريقا څخه وځي .
دخپلو سخاوتمندانه ښګيڼو دوړاندې کولو له امله ، اصلي موخه بلل کيږي .
له بلې خوا هم د آلمان بيلابيلو ايالتونو په پرله پسې ډول د آلمان دصدراعظمې انګلا مرکل دپرانستو دروازو په سياست نيوکې کړې دي او دمهاجرت له بحران سره دمجادلې لپاره يې دخپلې لارې پرسر دپرتو خنډونو او چلنجونو له امله سرټکولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته