اقتصاد

داوبو نړيواله ورځ په بلخ کې ونمانځل شوه .

کابل باختر دوري  پنځمه :
داوبو نړيواله ورځ نن په بلخ ولايت کې ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دانرژۍ او اوبو وزارت داوبو دتنظيم رييس انجنير  سلطان محمود محمود  وويل :په افغانستان کې په کال کې پنځه اويا مليارده مکعب مترو اوبو ته اړتيا ده په داسې حال کې چې افغانستان داوبو په لحاظ  بډاى دى يواځې له پنځه ويشتو مليارده ممکعب مترو اوبو څخه استفاده کيږي .
دده دڅرګندونو له مخې :په افغانستان کې دآمو سيند له ګاونډيو هېوادونوسره ٢٥٠٠ کيلومتره ګډه پوله لري او له څلورو لسيزو جګړو او دامکاناتو دنشتوالي له امله په افغانستان کې دآمو سيند له اوبو څخه استفاده نه ده شوې .
  ګاونډيو هېوادونو په خپلو پولو کې دآمو سيند غاړې ټينګې کړې دي او په همدې دليل کال په کال زموږ په هېواد کې دکرنيزو ځمکو دويجاړتيا سبب کيږي .
محمود زياته کړه: ټاکل شوې ده  په نږدې راتلوونکي کې  ددوه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت دهېواد په شمال کې داوبو دشپږو  بندونو دجوړولو کار پيل شي  چې دهغو په جوړيدو سره داوبو په کنترولولو سربيره به په هېواد کې دکرنې دپراختيا او داقتصادي ودې زمينه برابره شي .
ورپسې دبلخ ولايت داوبو دتنظيم داوبو رييس انجنير عصمت الله عصمت وويل: په بلخ ولايت کې دهغې سروې  له مخې چې ترسره شوې ده په کال کې نهو ملياردو مکعب مترو اوبو ته اړتيا ده خو په کال کې شپږ مليارده مکعب اوبو په بلخ ولايت کې داستفادې وړ ګرځي او له نورو څخه يې دامکاناتو دنشتوالي له امله کار نه اخيستل کيږي .
دده دڅرګندونوله مخې: که چيرې  دقوشتيپې  پروژه چې دجوړولو کار يې کابو څلويښت کاله مخکې  پيل شوى دى بشپړه شي . پنځه سوه زره هکتاره  کرنيزه ځمکه دخړوبولو تر پوښښ لاندې نيسي او زرميګاواټه بريښنا توليديږي .
دعصمت دڅرګندونوله مخې:  که چيرې دقوشتيپې پروژه بشپړه نه شي داوبو رسولو په برخه کې دشمال دولايتونو ستونزې به دپخوا په شان پاتې وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته