نړۍ

سږکال څه دپاسه ٣٦٠٠ تنه مهاجرين وژل شوي دي

ژنيو دويچه ويله  باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٥ :
دمهاجرينو بحران  نور دخبرونو په سرليک کې نه دى   خو په دې اړوند خپاره شوي  شميرنې دغه راز دردونکي دي. ښايي  دکال له پيل څخه  درې زره شپږ سوه تنه اروپا ته دسفر په  لاره کې وژل شوي  او زياتره يې دمديترانې په سمندرګي کې ډوب شوي وي. دمهاجرت  دنړيوال سازمان ( آى  او ام  ) دتحقيق او څيړنې له  مخې  دروان کال په لومړيو شپږ ومياشتو کې ٣٦٩٤ تنه وژل شوي  اويا بيدرکه شوي دي.
دمهاجرت دنړيوال سازمان  لوى مدير ويليام سوينګ   دالمان دخبري آژانس ډي پي  آى ته وويل:  په  دې ترتيب د ٢٠١٥  کال  په پرتله  د وژل شويو او بيدرکه شويو شمير  په سلو کې اتلس زيات شوى دى.
ددغو کسانو  زيات شمير  ايټاليا ته دافريقا په لاره کې  ډوب شوي دي  . سوينګ وويل :  ښايي دقربانيانو شمير به د دوبي په فصل کې بيا زيات شي.
د آى  او  ام  رئيس زياته کړه ؛  زياتره مهاجرين  اروپا ته دسفر په لاره کې خپل  ژوند له لاسه ورکوي .
ده  له دې سره جوخت وويل :بايد  په سوريه او افغانستان کې دشخړو په خاطر هغه ستونزې  هېرې نه کړو چې دنړۍ په نورو برخو کې دوام لري . (موږ يوازې  په نړۍ کې دمهاجرينو له بحران سره  مخامخ نه يو او يو لړ نورې  ستونزې هم  دوام لري  چې په ټوليزه توګه نهه  يا لس مورده دي .)
دغه پخوانى امريکايي ديپلومات په عراق  ، يمن  او جنوب سوډان کې شخړو ته اشاره وکړه.
ددغو شميرنو له مخې: دکال له پيل څخه تراوسه پورې  ٢٣٨ زره تنه مهاجرين  دمديترانې دسمندرګي له لارې اروپا ته راغلي دي .
د  آى  او  ام  دشميرنو  له مخې :په  ٢٠١٥ميلادي کال کې   څه دپاسه يو مليون تنه اروپا ته رسيدلي دي.
سوينګ له دې سره جوخت  له لويديځې نړۍ څخه  وغوښتل  چې دمهاجرينو  زيات  راتګ ته  ديو چانس په سترګه وګوري ،  دمثال په ډول  داقتصادي دليليونو په باب  ده وويل چې اروپا   دزيږون دټيټې  کچې په  خاطر دروانې پيړۍ ترنيمايي پورې   دکار  څومليونه تنه  ځواک ته اړتيا لري . په اوږدمهاله کې هغه هېوادونه  چې دمهاجرينو دمنلو سياست  تعقيبوي دنورو په پرتله ددوى  حالت ښه دى.        

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته