امنیت

طالبان او حزب اسلامي په خپلو کې ونښتل .

کابل باختر دثور ٢٣

  طالبان اوحزب اسلامي په خپلو کې ونښتل او ويې وژل .

 څلور تنه طالبان  او دحزب اسلامي يو قوماندان پرون په غزني ولايت کې  په يوه نښته کې ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .

 دغزني ولايت داندړو  ولسوال شيرخان يوسف زي  له باختر اژانس سره  په تيلفوني اړيکه کې وويل  پرون مازيګر دطالبانو او حزب اسلامي  ترمنځ داندړو  ولسوالۍ دعبدالرحيم او پاينده په کليو کې  نښته وشوه چې له څلور ساعته نښتې وروسته دحزب اسلامي قوماندان عبدالصمد او څلور تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .

 داندړو  ولسوال ويلي دي ټپيان  دغزني ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته