امنیت

١٢ تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګو کې ووژل شول .

کابل باختر دکب څلورمه :
  ١٢ تنه وسله وال طالبان تيره شپه  په ميدان وردګو ولايت کې  ووژل شول .
  دميدان وردګو دوالي وياند  محب الله شريف زي باختراژانس ته وويل چې  دغه وسله وال طالبان  دميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ  د درانيو دساحې په مربوطاتو کې  دخاصو قطعاتو په عملياتو کې ووژل شول .
  ويل کېږي  په دې عملياتو کې  ملکي وګړو ته هم  دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى .
  ختم_ج +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته