امنیت

په نوبهار ولسوالۍ کې ماين ښخوونکی د خپل ماین ښکار شول

-قلات باخترد زمري د میاشتې ۱۷ مه
د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې ماين ښخوونکی د خپل ماین ښکار شول.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختر اژانس ته وویل نن سهار اووه بجې دعبدالرحمن په نامه يو طالب وسله وال غوښتل چې د نوبهار ولسوالۍ په سړک کې ماين ځای پر ځاى کړي،خو ماين پرې وچاوديد او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې يو ماين ښخوونکی له دوو ملګروسره يې د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوي وو.پای/رووفي  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته