ټولنه

په ننګرهار کې له اړو اوبې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر دمرغومي  درې ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې  دڅه دپاسه  يو زرو  دوه سوه اړو او بې ځايه شويو کورنيو سره  مرسته وشوه .
  په دغو مرستو کې خوراکي او لګښتي توکي او نغدې پيسې شاملې دي .
  دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو  دادارې يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې  له يو زرو  دوه سوه  شپږ ويشتو اړو او بې ځايه شويو کورنيوسره  مرسته شوي دي .
  ده وويل په دغو مرستو کې وريجي ، غوړي ، اوړه ، لوبيا ،  دپخلنځي لوازم ، جامې  ، شړۍ  ، خيمې  او نغدې پيسې شته .
زياتره کورني بې وزلي دي اويا هم ددوى په سيمو کې د ډار اچوونکو دشتون په دليل  ښار ته مهاجر شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته