ښوونه او روزنه

په پروان کې د يوې ليسې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

چاريکار/ باختر/ د غويي د میاشتې ۱۳مه
په پروان ولايت کې د يوې ليسې نوې ودانۍ پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پروان ولايت د پوهنې رياست د مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: د ده قاضي ليسې دغه نوې ودانۍ د دغه ولايت د مرکز چاريکارو ښار په مربوطاتوکې د ٢٩٠ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د جنوبي کوريا په مالي مرسته په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده چې ۸ درسي او پنځه اداري خونې او د٤٥٠ مترو په اوږدوالي د انګړ ديوال پکې شامل دي، د يوه کال په بهيرکې جوړه شوې ده .
د پروان د والي مرستيال شاه ولي شاهد د دغې ليسې دپرانيستلو په وخت کې وويل :
موږ کولاى شوو د دغو تجهيزاتو او امکاناتو، درسي موادو، تعليمي نصاب، مسلکي ښوونکو او د زده کړې لپاره د خوندي چاپيريال په رامنځته کولو سره ښه او باکيفيته  ښوونې او روزنې ته لاسرسۍ پيدا کړو.
هغه سره له دې چې د پروان د سيمه ييزې ادارې د ملاتړ ډاډ ورکړ، له ښوونکو څخه يې وغوښتل چې د ايماني او وجداني مسووليت په درکولو سره د دغه هېواد د بچيانو په ښوونه او روزنه کې، له هيڅ ډول هلوځلوڅخه ډډه ونه کړي.
د پروان د پوهنې رئيس عبدالظهور حکيم ښوونه او روزنه په نړۍ کې د الهي فرمان او د انسان د خلقت هدفونه وبلل او د هغې پر ودې او پرمختیا ټينګار وکړ.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته