کابل باختر د چنګاښ شلمه :
په بغلان کې دپوهنتون يو استاد دماين دچاودنې له امله ټپي شو .
درارسيدلو خبرونو له مخې، ماين ددغه استاد دسپرلۍ په ګاډي کې ځاى پرځاى کړى شوى و او ټيک هغه وخت وچاوديد چې دلوست ورکولو لپاره په پلخمري ښار کې دحکيم سنايي پوهنتون ته روان و .
په همدې حال کې دبغلان پوليس ددغه ناوړه قصد دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره دپلټنو او څيړنو دپيل خبرې کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ