سیاست

جمهور رئیس غني: د حکومتوالۍ په فرهنګ کې باید اساسي تحول راشي

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې ٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د کابینې د غړو او د ۹ ولایتونو د والیانو، وکیلانو او سناتورانو ګډه غونډه تېر ماښام په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کابینې له غړو، والیانو او د ملي شورا له استازو سره د جمهور رئیس د ناستو په لړ کې دا غونډه   د اقتصادي ودې او د حکومتوالۍ د وضعیت د ارزولو او همدارنګه د مرکز او ولایتونو تر منځ د زیاتې همغږي په موخه ترسره شوه.
لومړی جمهور رئیس د افغانستان د مالي ثبات لپاره د ۱۳۹۵ل کال د بودجې او د اړتیا وړ لازمو قوانینو د تصویب له امله د ملي شورا له استازو څخه مننه وکړه او دا یې د اکتوبر په میاشت کې په بروکسل کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د منځمهالو نړیوالو مرستو د جذب لپاره مهم وباله.
جمهور رئیس د کابینې او والیانو ګډو ناستو ته په اشارې وویل، زموږ موخه داده، چې د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې د وزارتونو او ولایتونو تر منځ اصلي انډول رامنځته کړو.
محمد اشرف غني وویل، په تېرو څو اونیو کې د ۲۴ ولایتونو والیانوله وزارتونو سره لیکلي قراردادونه وکړل او سبا لس نور ولایتونه هم له دې پروسې سره یو ځای کېږي او دا قراردادونه د چارو پر تطبیق د څارنې بنسټ ږدي.
جمهور رئیس دېته په اشارې چې موږ باید په خپلو ژمنو عمل وکړو وویل، د حرکت واضح لوری رامنځته شوی او د دې حرکت دوام او سرعت زموږ له لویو اقداماتو څخه دي.
هغه وویل، زموږ موخه داده چې د هېواد د ټولو سیمو تر منځ متناسب انډول رامنځته کړو او افغانستان له مصرفي ټولنې څخه په تولیدي او صادراتي ټولنه بدل کړو.
جمهور رئیس غني د کابینې غړو، والیانو او د ملي شورا استازو ته په خطاب ک وویل، موږ باید د لاسته راوړنو او ستونزو له محاسبې څخه هیڅ ډول وېره ونه لرو.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د مرکز او ولایتونو په ادارو کې د اساسي بدلونونو د راوړلو سیاسي اراده وجود لري.
جمهور رئیس وویل، د سیاسي، اقتصادي او امنیتي انتقال تر څنګ اساسي انتقال دادی چې د حکومتوالي په فرهنګ کې یو سیاسي تحول رامنځته شي او په دې برخه کې زموږ ژمنتیا پخه ده.
وروسته د ارزګان، غور، زابل، پنجشیر، کندهار، جوزجان، پکتیکا، بلخ او پکتیا والیانو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د اقتصادي ودې او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د خپلو کړنو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
همدارنګه هغوی د امنیت، پوهنې، سرکونو جوړولو، روغتونونو، د څښاک د اوبو، د اوبو او برېښنا د بندونو، له کرنیزو تولیداتو او محصولاتو څخه د ملاتړ، د وزګارتیا د ستونزو د حل، د کانونو د را اېستلو، له فساد او د ځمکمو د غصب سره د مبارزې، عدالت ته د لاسرسي، په خدماتو کې د انډول او د صنعتي پارکونو د نشتوالي په هکله خپلې سیمه ییزې غوښتنې او وړاندیزونه څرګند کړل.
په دې غونډه کې د یادو ولایتونو وکیلانو او سناتورانو هم خبرې وکړې او د ناامني، د غیر مسوولو وسله والو کسانو د مخنیوي، د خیالي ښوونخیو د شتون، د ښوونځیو د ودانیو د نه شتون، روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي، اوبو او برېښنا، اداري فساد او د ځمکو د غصب په برخه کې یې  د خپلو موکلینو ستونزې بیان کړې.
هغوی د نښلونکو لارو جوړولو، د کانونو سروې، د امنیتي ځواکونود تشکیل زیاتوالي، پوهنتونونو او کرنې، په سیمه ییزو ادارو کې د وړ کسانو استخدام، د شغلونو ایجاد، د سرکونو جوړولو، د امو سیند د غاړو  مضبوطولو، انډوليز پرمختګ، بهر ته د ناروغانو د تګ د مخنیوي په موخه په کابل کې د یو معیاري روغتون جوړولو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس د هېواد د ۹ ولایتونو د والیانو، وکیلانو او سناتورانو د برنامو، نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د ملي شوراله غړو وغوښتل، چې د اصلاحاتو په خاطر خپل روښانه پیغامونه وړاندې کړي.  هغه وویل، د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه همدا اوس والیانو ته واک ورکول کېږي.
هغه دېته په اشارې چې د وزارتونو او ولایتونو تر منځ واټن د له منځه تلو په حالت کې دی وویل، حکومت ولس ته د هغه څه ژمنې ورکوي، چې  په وس یې پوره دي او ترسره کوي یې.
جمهور رئیس ولایتونو ته د وزیرانو د سفر وړاندیز تائید کړ او تینګار یې وکړ، چې وزیران باید ولایتونو ته په خپلو سفرونو کې خلکو ته مشخص او هدفمند پیغامونه ولري.
محمد اشرف غني ټینګار وکړ، موږ د تېر بار راتلونکي ته نه پرېږدو. هغه وویل، هیڅ قرارداد له قانون څخه لوړ نه دی، کوم قراردادونه چې ستونزه لري یا یې لغوه کوو او یا یې بيا په یو منظم چوکاټ کې راوړو.
هغه وویل، په راتلونکو څلورو کالو کې افغانستان د خوراکي توکي له واردونکي هېواد څخه په صادرونکي هېواد بدلوو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د کار قوه ډېره ژر بېرته فعالېږي او پیل به یې د کابل ښار له تنظیف څخه وي.
محمد اشرف غني وویل، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د لویو لارو جوړولو، د برېښنا انرژي او روغتیا په برخو کې خصوصي سکتور ته د حکومت غېږ پرانیستې ده.
جمهور رئیس په پای کې وویل، زموږ یووالی بنسټیزه مسله وه او د درېو قواو ترمنځ همکاري مهمه اړتیا ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته