کابل- باختر د کب د مياشتې١٠ مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيره چارشنبې په نسبت لس ډالره کمښت راغلى دى.
تېره چارشنبې په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٣٣٦ډالره وړاندې کيده، خو نن په ١٣٢٦ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو، کويټي ٢٥٥٠ افغانيو ، سنګاپوري٢٥٠٠ افغانيو ، بحريني په ٢٢٠٠افغانيو، عربي ٢١٥٠ افغانيو، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.
1 د یوې دقیقې څخه لږ