تهران نړيوالي خبري منابع باختر دلړم دمياشتې ٥
د جيش العدل سازمان په نامه دايران په سيستان او بلوچستان ولايت کې په ايراني سرحدي ساتونکو دبريد مسووليت په غاړه اخستى دى .
دغې ډلې په خپلې اعلاميې کې ويلي دي چې دغه بريد په سوريه کې د سپاه دجنايتونو او داهل سنت په وړاندې دايران درژيم دجنايتونو له هغې جملې څخه د دبيګناه بلوڅو ، کردانو او د اهوازى عربو ځوانانو داعدامولو پرخلاف ترسره شوى دى .
ددغې ډلې په خبرتياکې زياته شوې ده چې په سرحدي ساتونکو د دګزبستان اډې ته څيرمه د سراوان په ولسوالۍ ترسره شوى دى .
دغې ډلې دغه راز ويلي دي چې دشنبې په ورځ د زاهدانو په جيل کې دشپاړلسو تنو اعدام به ددغې ډلې د راتلونکو غچ اخستلو بريدونو مخه ونه نيسي.
0 1 دقیقه لوستل