روغتیا

د شري واکسين ملي روغتيايي پروګرام چې بايد ملاتړ يې وشي

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
د شري واکسين د تطبيق پروګرام پرون په ټول افغانستان کې پيل شو .
د دغه پروګرام له مخې ټاکل شوې ده له٩ مياشتنى څخه تر ١٠ کلنى پورې پر ١٤ ميليونو تنو افغان ماشومانو باندې د شري واکسين تطبيق شي .
  دغه پروګرام به په دوو لس ورځنيو دوروکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو په ګډون د هېواد په څلور ديرشو ولايتونوکې تطبيق شي .
د دغه پروګرام د ترسره کولو هدف په دغې خطرناکې ناروغۍ د اخته کيدو مخنيوى دى. د تېرکال د شمېرنو له مخې: په هېوادکې ٢٥ زره تنه ماشومان  د شري په ناروغۍ اخته شوي وو او د دغې ناروغۍ پراختيا د عامې روغتيا وزارت دې ته اړ کړ چې د شري ناروغۍ پرخلاف د واکسين د تطبيقولو فوق  العاده پروګرام ترسره کړي .
په هېوادکې د شري ناروغۍ پرخلاف د واکسين د تطبيقولو پروګرام ٧اعشاريه ٨ ميليونه ډالره لګښت لري چې د واکسينياسيون د نړيوال ائتلاف له خوا  تمويليږي او د هغه د تطبيق لپاره ٤١ زره تنه لازمې زده کړې کړې دي .
  د عامې روغتيا وزارت په داسې حال کې په هېواد کې د شري ناروغۍ پرخلاف د واکسين د تطبيقولو د ملي پروګرام د پيل خبره کوي چې په هېوادکې  د ماشومانو د مړينې کچه لوړه ده او افغانستان د هغو هېوادونوپه لومړى کتارکې دى چې د ميندو او ماشومانو د مړينې زياتې پيښې لري .
د شري ناروغۍ د ماشومتوب دورې له ناروغيو څخه ده چې په افغانستان کې  له منځه نه ده تللې او دغه راز دغه هېواد د هغو دريو هېوادونو په جمله کې دى  چې په هغه کې د پوليو وحشي ويروس د ګرځيدو په حال کې دى .
  افغانستان، پاکستان او نايجنريا يواځې د نړۍ درې هېوادونه دي چې په هغوکې د پوليو مثبتې پيښې ثبتې شوې دي. په داسې حال کې چې د نړۍ په زياترو هېوادونوکې د شري، پوليو او والګي په ګډون د ماشومتوب دورې د ناروغيو يواځې نومونه پاتې دي. خو په افغانستان کې د نا امنيو د دوام او دغه راز نامناسبو باورونو په دليل دغه شان ناروغۍ د دغه هېواد له خلکو څخه قرباني اخلي .
ځانګړې کړۍ چې ځانګړې هدفونه تعقيبوي، هلې ځلې کوي چې په هېواد کې  د ملي پروګرامونو مخه ونيسي. دوى د واکسين په حرام بللو او يا نفي کولو سره خلک د ډول ډول واکسينونو تطبيق ته نه پريږدي، په داسې حال کې چې د واکسين د ګټورتوب او د هغه په باب د عامه پوهاوي لپاره ډير لږ کار شوى دى .
  دلته لازمه ده چې په لومړي ګام کې  په دې اړوند د جوماتونو منبرونه فعال شي  او د اسلام له نظره يې د روغتيا ارزښت خلکو ته بيان کړي .
دغه راز په ښوونځيوکې د ماشومانو پوهاوى چې روغتيا پخپله يو نعمت دى،  کولاى شي د ماشومتوب دورې د وژونکو ناروغيو په وړاندې د واکسين ګټورتوب ترويج کړي. دغه راز  د قومي مشرانو او ديني عالمانو له امکاناتو او نفوذ څخه په دې لاره کې استفاده وشي.
بايد د واکسين دپروګرام په نسبت دملي او اسلامي پروګرام په توګه وکتل شي او د هغه اسلامي والي او ملي والي په يو ډول نه يو ډول خلکو په تېره بيا د کليوالي سيمو خلکو ته بيان شي چې نور د روغتيا دملي پروګرامونو په وړاندې منفي نظر  له منځه يوړل شي .
  ختم- ج (_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته