کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر
په پروان کې څه د پاسه دوه سوه بيځايه شويو کورنيو نغدي مرسته ترلاسه کړه.
د پروان د والي مرستيال مفتي محمد ادريس باختر آژانس ته وويل: «د (يو.ان.اچ.سي آر) او د (وستا) موسسو د پروان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست په همکارۍ له ۲۱۸ بيځايه شويو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.»
د کورنيو بې ځايه شويو وضعيت ته د رسيدګۍ لوی مدير فيض محمد ګلبهاري وويل، دغه مرستې د پروان ولايت له بېلابېلو ولايتونو څخه په هغو بېځايه شويو کسانو ووېشل شوې چې د کورنيو جګړو له امله بې ځايه شوي دي.
هغه زياته کړه پر هرې کورنۍ ٤٢٠ ډالره نغدي مرسته وشوه.
\ ذ