امنیت

په شينډنډ کې دطالبانودجيل او دځورونې يومرکز دړې وړې شو .

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
دهرات  په شيندڼډ ولسوالۍ کې دطالبانود ځورونې يومرکز او جيل کشف او له منځه يوړل شو .
دغه جيل دشينډنډ بازارته څېرمه موقعيت درلود اوپرون ناوخته دپوځيانو په ګډو عملياتو کې کشف او له منځه يوړل شو .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې ددغه مرکز دتاسيساتو دويجاړولو تر څنګ جنګي وسايل ، دبنديانو دځورونې او  د ماينونو اوبمونو دجوړولو وسايل او چاوديدونکي توکي هم کشف شوي دي.
هغه وويل چې طالبانو له دغه مرکز څخه په شينډنډ ولسوالۍ کې دخپل قوماندان ملا رحمت الله دقرارګاه اودفعاليت دمرکز په توګه استفاده کوله .
ددغه مرکز  دله منځه وړلو په بهيرکې طالبانو ته دسرزيان هم اوښتى دى چې جزئيات يې وروسته خپرېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته