خبرونهاقتصادټولنه

په نیمروز کې ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه راوګرځول شوه

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د نیمروز د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین د دغه ولایت په چهاربرجکې ولسوالۍ کې د ۵۰۰ جريبه دولتي ځمکې له راګرځول خبر ورکوي.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګونې او مالدارې رئیس مولوي عبدالخالق حکیم‌الله د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د چهاربرجکې ولسوالۍ په دکدیله کلي کې د دولتي  ځمکو د غصب د مخنیوي او بیا راګرځولو د تخنیکي کمیټې لخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه تثبیت او راوګرځول شوه.

حکیم‌الله زیاته کړه: هغه کسان چې د تثبیت شویو ځمکو په سیمو کې دعوا لرې کولای شې د یکشنبې او سه شنبې په ورځو کې خپل اسناد د عدلیې ریاست ته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې د یادې کمېټې له جوړېدو وروسته په نیمروز کې زرګونه جریبه دولتې ځمکه تر دې دمه تثبیت او راګرځول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته