امنیت

په زرملې ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات پيل شول

ګردیز باختر د تلې د میاشتې ۲۴ مه
افغان ګډو ځواکونو د پکتيا ولایت په زرملې ولسوالۍ کې د بدر په نامه چاڼيز عمليات پيل کړل.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولينو د باختر اژانس سيمه یيز خبريال ته ويلي چې دغه عمليات يې د وسله والو مخالفينو څخه دسيمې پاکولو په موخه پيل کړي.
سرچينه زیاتوي چې ياد عمليات به تر هغو دوام وکړي، څو سيمه په بشپړ ډول د مخالفينو له شتون څخه پاکه شوي نه اوسي.
د سرچينې په وينا په دغو عملیاتو کې د۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو سربېره ټول امنیتي ځواکونه ګډون لري.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته