امنیت

دانترپول په چوکات کې دژوندانه دچاپيريال د جرمونو دفترجوړ شو

کابل باختر د وري  دولسمه

  دنړۍ دهيوادونو دژوندانه دچاپيريال داجرائيوي  رييسانو لومړۍ غونډه دفرانسې په  ليون ښار کې جوړه شوه .

 دکابل له نړيوال هوايي ډګر  څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ددغې غونډې دجوړولوهدف دانترپول پوليسو په چوکات کې دژوندانه دچاپيريال دجرمونو ددفترجوړول دي

 دافغانستان دژوندانه دچاپيريال داداري يو تن مسوول  محمد خاور نسيمي  چې په دې غونډه کې يې برخه لرله دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې د باختر اژانس خبريال ته وويل ،په دې  غونډه کې چې د مارچ دمياشتې له  ٢٧ نيټې څخه تر ٣٠  نيټې پورې دفرانسې په ليون ښار کې جوړه شوې وه .

 دنړۍ د ١٣٢ هيوادونو دژوندانه دچاپيريال دادارو استازو برخه لرله .  ده زياته کړه: په دې غونډه کې دنړۍ په کچه دژوندانه دچاپيريال دښه والۍ په مقصد په همغږي دانترپول له پوليسو سره دغړو هيوادونو په همغږي  او دانترپول  دپوليسو په چوکات کې دژوندانه دچاپيريال دجرمونو ددفتر په جوړولو موافقه وشوه .

  نسيمي زياته کړه، دغه دفتر دځنګلونو دغوڅولو او دوحشي ژويو  او الوتونکو دقاچاق او دژوندانه دچاپيريال  پرخلاف دنوروموضوعګانو مخنيوي کوي او دانترپول  پوليس کولاي شي دژوندانه دچاپيريال مجرمين  دنړۍ په هر هيواد کې چې وي ونيسي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته