امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان په لو ګر کې ووژل شول.

-کابلباختردجوزا٢٦
پنځلس تنه وسله وال طالبان پرون دلوګر ولايت په مربوطاتو کې د افغان امنيتي ځواکونو اود ناټودقوتونو دګډو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه دلوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ دسرخ اباد دسيمې دپاکولو په مقصد په دې سيمه کې ترسره شول.
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر رئيس خان صادق باختراژانس ته وويل دناټو دهوائي ځواکونو ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو څو پټنځايونه بمباري شول چې په نتيجه کې يې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
په همدې حال کې دلوګر دعملياتي ځواکونو دهمغږي د مرکز قوماندان وايي چې ددغه هوائي بريد له ا مله دلوګر ولايت دمحمداغې ولسوالۍ په سرخ اباد کلي کې ديارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي چې مړي يې دپيښې په ځاى کې پاتې دي .
ده زياته کړه چې دغه عمليات په بشپړه توګه ددغې ولسوالۍ دټولو سيمو ترپاکولو پورې دوام لري .
په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى او ښتى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته